ټرمپ هند که له روسیې نفت واخلي، له بندیزونو سره به مخ شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا هند ته خبرداری ورکړی چې که له روسیې څخه د نفتو پېر ادامه ورکړي، د واشنګټن له بندیزونو سره به مخ شي.
د رویټرز خبري اژانس د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۸مه) د ټرمپ له خولې راپور ورکړی چې نوموړي دا څرګندونې د خپل ځانګړي الوتکي ایر فورس ون په دننه کې د خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړي دي.
ټرمپ ټینګار کړی چې د هند لومړي وزیر نارېندرا مودي ورته ژمنه کړې چې نویدېلي به له روسیې څخه د نفتو پېر دروي.
نوموړي زیاته کړې، که هند دا ژمنه عملي نه کړي، نو امریکا به د خپلو اقتصادي بندیزونو له لارې پرې لازم غبرګون وښيي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a1029s

