ټرمپ وايي د ایران سره خبرې ډېرې ښې وې

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر په عمان کې د امریکا او ایران ترمنځ غیرمستقیمي خبرې وستایلې او ویې ویل چې دا ډیرې ښې خبرې وې.
بل لور ته ایران د دې خبرو د مثبتې فضا ستاینه کړې ده او تمه یې ښکاره کړې ده چې دا مذاکرات ادامه پيدا کړي.
ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ فلوریدا ته په لاره په الوتکه کې وویل، د راتلونکې اونۍ په پيل کې به بیا دا خبرې وشي.
د ایران او د امریکا ترمنځ تر پرونیو خبرو یو ساعت وروسته امریکا پر ایران نوي بندیزونه ولګول.
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت وویل د ایران د هغو ۱۴ کشتیو هرراز فعالیت به ودرول شي چې د دې وزارت په وینا کار یې د ایران د تېلو انتقال دی او د اسلامي جمهوریت د پټو کشتیو یوه برخه ده.
دا کشتۍ د ترکیې، هند او متحده عربي اماراتو تر بیرغ لاندې فعالیت کوي او د دې هېوادونو په نوم ثبت دي.
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت په بندیزونو کې د ایران ۲ چارواکي او د حکومت ۱۵ اړوند بنسټونه هم شامل دي.

