ټرمپ وایي هند به د وینزویلا تیل واخلي او چین هم له امریکا سره توافق کولی شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې هند به د ایران پر ځای د وینزویلا تیل وپېري. ټرمپ همداراز زیاتوي، چې چین هم کولی شي د وینزویلا د نفتو د پېرودلو لپاره له امریکا سره هوکړې ته ورسېږي.
هغه په دې تړاو چې هند به د وینزویلا تیل وپیري وویل: «موږ دا تړون له مخکې کړی دی.»
د ټرمپ دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې شوي، چې د رویټرز خبري اژانس د درېیو باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړ، چې امریکا نوي ډهلي ته ویلي ممکن ډېر ژر د روسیې د تیلو د وارداتو د بدیل په توګه، د وینزویلا د نفتو پېرودل بیا پیل کړي.
د امریکا دغه هڅې په داسې حال کې روانې دي، چې واشنګټن د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې له امله د دغه هېواد د تیلو عوایدو د کمولو هڅه کوي.
ټرمپ د تېر کال په مارچ میاشت کې د هند په ګډون پر هغو هېوادونو ۲۵ سلنه تعرفه ولګوله، چې له وینزویلا تیل اخلي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w445w
دکمه بازگشت به بالا