ټرمپ وایي چین به کاناډا ژوندۍ وخوري او له منځه به یې یوسي

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ کاناډا ته خبرداری ورکړی چې که له چین سره خپله وروستۍ سوداګریزه هوکړه لغوه نه کړي، نو امریکا به پر کاناډايي توکو سل سلنه تعرفه ولګوي.
ټرمپ په خپلو څرګندونو کې ویلي، د چین اقتصادي نفوذ کولای شي کاناډا له جدي ستونزو سره مخ کړي او د هغه په وینا، بې‌پامۍ به د دغه هېواد پر اقتصاد او ټولنیز جوړښت منفي اغېزې ولري. نوموړي ټینګار کړی چې امریکا به د خپلو اقتصادي ګټو د ساتنې لپاره سخت ګامونه واخلي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د کاناډا لومړي وزیر تازه چین ته د سفر پر مهال له یاد هېواد سره د سوداګرۍ د پراختیا په موخه د همکاریو پر زیاتولو هوکړه کړې ده. د راپورونو له مخې، دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم بلل شوی.
سیاسي او اقتصادي شنونکي وایي، د امریکا او کاناډا ترمنځ دا دریځونه ښايي د شمالي امریکا پر سوداګریزو اړیکو اغېز وکړي او په سیمه‌ییزو بازارونو کې نوې اندېښنې راولاړې کړي. تر اوسه د کاناډا حکومت د ټرمپ د خبرداري په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور کړی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w155w
دکمه بازگشت به بالا