ټرمپ په کابینه کې د پراخو بدلونونو پر طرحه غور کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې کابینې په کچه د پراخو بدلونونو پر طرحه غور کوي.
د راپورونو له مخې، دغه احتمالي بدلونونه د سپینې ماڼۍ د اوسني وضعیت د بیا تنظیم او د راتلونکو سیاسي ننګونو پر وړاندې د چمتووالي په موخه ارزول کېږي.
سرچینې وایي، دا موضوع د لویې څارنوالې پام بانډي له دندې د ګوښه کېدو وروسته راپورته شوې ده.
په احتمالي بدلونونو کې د ملي استخباراتو مشره تولسي ګبرد او د سوداګرۍ وزیر هاورډ لوټنیک نومونه هم یاد شوي دي.

