ټرمپ په کانګرس کې د استازو له نیوکو سره مخ شو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کانګرس کې د امریکا د وضعیت په تړاو د کلنۍ وینا پر مهال د استازو له نیوکو او ملنډو سره مخ شو.
د کانګرس مسلمانې غړې ایلهان عمر د لفظي شخړې پر مهال ټرمپ ته وویل: «تا امریکایان وژلي او باید د شرم احساس وکړې.»
هممهاله، بل استازي ال‌ګرین چې پر بینر یې لیکلي و، «تور پوستي بېزوګان نه دي»، د ټرمپ وینا پر مهال له غونډې څخه ووت.
ټرمپ په خپله وینا کې ادعا وکړه چې ۸ جګړې یې پای ته رسولي، چې دا خبره د ډیموکراتانو له جدي غبرګون سره مخ شوه.
ډیموکرات استازو د ولسمشر وینا پر مهال په لوړ غږ وویل: «دا دروغ دي»، چې ټرمپ په ځواب کې دوی «ناروغان» وباله.
دغه پېښه د امریکا د سیاسي کړکېچ او د جمهوريت په سیسټم کې د قاطع غبرګونونو یوه څرګنده بیلګه ده، چې د ولسمشر او استازو ترمنځ د اختلاف شدت ښيي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q816q
دکمه بازگشت به بالا