ټرمپ یو ځل بیا افغانستان «دوزخ» یاد کړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا اعلان کړی چې افغانستان، هایتي او سومالیا په څېر د درېیمې نړۍ له هېوادونو د کډوالو منل په بشپړ ډول درول شوي او دا به په همدغه حالت دوام وکړي. ټرمپ دغه څرګندونې په پېنسیلوانیا کې یوې سترې غونډې ته د وینا پر مهال کړي دي.

ټرمپ ټینګار کړی چې امریکا باید د هغو هېوادونو کډوال ونه مني چې، په وینا یې، اقتصادي او امنیتي ستونزې لري. هغه پوښتنه راپورته کړې چې ولې باید د نړۍ ډېری کډوال له کم‌عاید لرونکو هېوادونو راشي، خو د ناروې او ډنمارک په څېر پرمختللي هېوادونه د امریکا لپاره کډوال نه لېږي.

د ټرمپ دا څرګندونې د هغه د کډوالۍ پر نوې تګلارې ولاړې دي چې غواړي د امریکا د کډوالۍ سیستم محدود کړي او یوازې هغو کسانو ته د داخلېدو اجازه ورکړي چې – د هغه په وینا – د امریکا ملي اقتصاد او ټولنیزو معیارونو ته ګټور وي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w683e
دکمه بازگشت به بالا