ټرمپ ۳۰ لوړپوړي امریکایي ډیپلوماټان واشنګټن ته راوغوښتل

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له بېلابېلو هېوادونو شاوخوا ۳۰ لوړپوړي امریکایي ډیپلوماټان بېرته واشنګټن ته وربللي دي.
د رويټرز راپور ورکړی، ټرمپ غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې د امریکا سفارتونه او ډیپلوماتیک استازي د نوموړي د «تر هر څه وړاندې امریکا» (America First) پالیسۍ بشپړ ملاتړ کوي او کنه.
راپور زیاتوي، چې دغه اقدام د ټرمپ د بهرنۍ پالیسۍ د بیا ارزونې په چوکاټ کې ترسره کېږي، خو یو شمېر منتقدین وایي، دا چاره ښايي په نړیواله کچه د امریکا پر باور او ډیپلوماتیک اعتبار منفي اغېز وکړي.
د راپور له مخې، یادو ډیپلوماټانو ته ډاډ ورکړل شوی، چې واشنګټن ته تر ستنېدو وروسته به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کې ورته نوې دندې وسپارل شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w2244e

