ټولګټو وزارت: له اوسپنې پټلۍ ۹۱ زره ټنه انتقالات؛ صادرات او کاري فرصتونه زیات شوي

ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۹۱ زره ۳۷۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس په اېکسپاڼه لیکلي چې د حیرتان بندر له لارې ۶۴ زره ۸۵۹ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۲ زره ۱۷۱ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۰ زره ۷۸۱ ټنه او د خواف –هرات له لارې ۱۳ زره ۵۶۲ ټنه انتقالات شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي او په تېره یوه اوونۍکې ۳۵۶ ټنه صادرات شوي، چې یوه برخه وچه میوه او مس دي.
د ټولګټو وزارت مسوولینو د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو زیاتېدل، د کاري فرصتونو د برابرېدو، ملي عواید زياتېدو او په ټوله کې د اقتصادي ثبات او ترقۍ لامل بللي دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5604a