پاشدان بند: د ۱۱۷ میلیونه ډالرو په لګښت جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزير ملا عبداللطیف منصور وايي، د هرات ولایت «پاشدان» بند د ۱۱۷ میلیونه ډالرو په لګښت د هېواد له ملي بودیجې څخه جوړ او ګټې اخيستنې ته سپارل شوی دی.
د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيحالله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه د ښاغلي منصور په حواله ويلي، دغه بند د ۵۴ میلیون متره مکعب اوبه زېرمه، د دوه میګاواټه برېښنا تولید او د ۱۳ زره هکتاره ځمکې خړوبولو ظرفيت لري.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a485s