پاپ ليو د اوکراین سوله کې د اروپا ونډه ضروري ده، د امریکا پلانونه بې‌توازنه دي

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ ليو څرګنده کړې چې د اوکراین جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې د اروپا ونډه بنسټیز حیثیت لري، او هره سوله‌ییزه طرحه چې په هغې کې د اروپا حضور نادیده شي «له واقعیت څخه لرې» بلل کېږي. دا څرګندونې هغه د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره تر لیدنې وروسته وکړې.

د رویټرز د معلوماتو پر بنسټ، پاپ ليو ویلي چې جګړه د اروپا په زړه کې روانه ده، نو امنیتي تضمینونه هم باید د اروپایي هېوادونو په ګډون طرحه او تطبیق شي. هغه زیاتوي، د سیمې وضعیت د داسې طرحې غوښتنه کوي چې اروپا په کې فعال رول ولري، ځکه د جګړې اغېزې تر ټولو ډېر اروپایي هېوادونه احساسوي.

راپور همدارنګه وايي چې پاپ ليو په غیر مستقیم ډول د امریکا د سولې طرحه نقد کړې. د ده په وینا، د یادې طرحې ځینې برخې کولای شي د اروپا او امریکا تاریخي یووالی کمزوری کړي او په عملي برخه کې اړین توازن ګډوډ کړي.

پاپ ليو د نړۍ له مشرانو غوښتي چې د «عادلانه سولې» د ټینګېدو لپاره له موجود فرصتونو ګډ او همغږی استفاده وکړي، څو د جګړې د پراختیا مخ ونیول شي او سیمه د اوږدمهاله ثبات پر لور روانه شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w690e
دکمه بازگشت به بالا