پاچا چارلس درېیم : د نړۍ جګړو ته د حل لپاره د ډونلډ ټرمپ ژمنتیا وستایله

د بریتانیا پاچا په نړۍ کې جګړو ته د حل‌ موندلو لپاره د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د “ژمنتیا” ستاینه کړې. پاچا چارلس درېیم په وینزر ماڼۍ کې د ډونلډ ټرمپ د هرکلي لپاره د جوړو شوو ځانګړو مراسمو پر مهال د بریتانیا او امریکا د ژورو اړیکو په اړه وویل چې، “زموږ خلک موږ ته د ګرانو ارزښتونو لپاره په ګډه جنګېدلي او مړه شوي‌ دي.”

پاچا چارلس که څه هم د اوکرايين او د منځني ختیځ په ګډون د کومې ځانګړې جګړې نوم وانخیست خو د ډونلډ ټرمپ ستاینه یې وکړه چې “د نړۍ ځينو ډېرو پېچلو جګړو ته د حل موندلو لپاره شخصي ژمنتیا لري.”

چارلس درېیم همداراز نننۍ لیدنه د بریتانیا او امریکا تر منځ د اړیکو د نوي کولو په توګه یاده کړه او دا چې د دواړو هېوادونو تر منځ “نه ماتېدونکی باور او ملګریتا” شته او “د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره ګډه ژمنتیا” لري.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5749a
دکمه بازگشت به بالا