پاکستاني سترې محکمې عمران خان ته د لیدو او ټیلیفون اجازه ورکړه

د پاکستان سترې محکمې پرېکړه کړې، چې د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر عمران خان ته په اډیاله زندان کې له خپلو شخصي ډاکټرانو سره د ملاقات اجازه ورکړل شي او هغه کولای شي له خپلو زامنو قاسم او سلیمان سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړي.
د پاکستان سترې محکمې دوه قاضيان، د سترې محکمې مشر یحیی اپریدي او قاضي شاهد بلال حسن، د عمران خان د قضیې پرېکړه واوروله. د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د راپور له مخې؛ عمران خان د زندان له امنیت او خوراکي اسانتیاوو څخه راضي دی، خو د روغتیایي خدمتونو په برخه کې یې شکایت کړی چې کافي اسانتیاوې نهلري.
قاضي وویل، عمران خان اوس د دولت تر مستقیمې ساتنې لاندې دی او ټینګار یې وکړ چې ټول بندیان باید مساوي روغتیایي خدمات ترلاسه کړي. هغه وویل: «هیڅوک باید په زندان کې د نورو پرتله ځانګړې اسانتیاوې ونه لري، له ټولو سره باید په مساوي ډول چلند وشي».
د پاکستان دولتي وکیل منصور عثمان وویل، دوی چمتو دي چې عمران خان ته د سترګو د متخصصو ډاکټرانو د لاسرسي زمینه برابره کړي. قاضي بلال هم وویل، عمران خان ته باید د دې اجازه ورکړل شي چې له خپلو زامنو سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړي.
د عمران خان زوی قاسم خان تر دې وړاندې ویلي و، چې هغه او ورور یې غواړي د خپل پلار لیدو لپاره پاکستان ته سفر وکړي؛ خو حکومت یې د ویزو غوښتنلیکونو په اړه اقدام نهکوي. نوموړي ویلي و، اولادونه د خپل پلار له لیدو منعه کول د «ډلهییزې سزا» په څېر ده.
د عمران خان زوی قاسم خان په یوه بیان کې ویلي، چې پلار یې له ۹۱۴ ورځو راهيسې په انفرادي بند کې دی. نوموړي د خان روغتیايي حالت نازک ښودلی او ویلي یې دي، چې هغه روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نهلري.

