پاکستاني شرکت د افغانستان په صنعتي پارکونو او پانګونو کې پراخې هڅې اعلان کړې

د پاکستان HRL شرکت مسوولینو د ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال، مولوي احمدالله زاهد سره په کتنه کې په ساختماني سکتور، برېښنا تولید، سمنټو تولید، د کانونو او کرنې په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د یاد شرکت مسوولینو همداراز ویلي چې دوی به د معیاري صنعتي پارکونو د ډیزان او جوړولو لپاره هم پوره هڅې وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې د مولوي احمدالله زاهد له قوله لیکل شوي چې اسلامي امارت د کورنیو او بهرنیو پانګوالو حمایت کوي، او یاد وزارت به له دوی سره هراړخیزه همکاري کوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a478s
دکمه بازگشت به بالا