پاکستان: افغانان د جرمني انتقال هرکلی کوي، د نیولو او ایستلو خطر ورسره دی

په پاکستان کې میشت د جرمني یو شمیر افغان کیس لرونکي، دغه هیواد ته د پناه غوښتونکو د لېږد بهیر د بیا پلېدو هرکلی کوي.
دوی وايي، دا مهال د پاکستاني پولیسو له خوا د نیول کېدو او له دغه هیواده د ایستل کېدو له خطر سره مخامخ دي.
یو شمیر جرمني رسنیو د دغه هیواد د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې سبا دوشنبه به شا او خوا پنځوس افغانان په یو الوتکه کې له اسلام اباده د جرمنې هانور ښار ته انتقال شي.
دا کسان د هغو شاوخوا دوه زره او درې سوه افغانانو له ډلې دي چې په پاکستان کې اوسي او جرمني یې د منلو ژمنه کړې ده.
لینک کوتاه
https://sarie.news/A639S