پاکستان او امریکا پر سیمه‌ییز امنیت د ګډو اقداماتو لپاره پر پیاوړې ژمنتیا ټینګار وکړ

پاکستان او امریکا د سیمې د امنیت لپاره پر ګډو اقداماتو ټینګار وکړ

په اسلام‌اباد کې د سیمه‌ییزې امنیتي همکارۍ په ناسته کې پاکستاني او امریکايي چارواکو د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او پر ګډو ژمنو ټینګار وکړ. په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د پاکستان ځانګړی استازی نبیل منیر او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد ادارې همغږي کوونکی ګریګوري ډي لوګیرفو ګډون درلود.

په غونډه کې دواړو خواوو په سیمه کې د وسله‌والو ډلو په ځانګړې توګه د داعش خراسان، تحریک طالبان پاکستان او بلوڅو ازادي غوښتونکو ډلو د ګواښونو پر وړاندې د مبارزې اهمیت یاد کړ او ژمنه یې وکړه چې د دې ډلو د خطرونو د له منځه وړلو لپاره به عملي او موثرې لارې چارې پیدا کړي.

په غونډه کې امریکايي استازي د پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د اقداماتو ستاینه وکړه او یادونه یې وکړه چې د بلوڅو ازادي غوښتونکې ډله اوس د ترهګرو سازمانونو په لست کې شامله شوې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، “دا پیژندنه د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا ژمنتیا څرګندوي.”

د یادو وسله‌والو ډلو فعالیتونه په سرحدي سیمو کې متمرکز دي او د سیمې امنیت ته یې جدي ګواښونه پېښ کړي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a472s
دکمه بازگشت به بالا