پاکستان او سعودي عرب : ګډ دفاعي تړون، هر بهرنی یرغل پر دواړو برید ګڼل کېږي

پاکستان او سعودي عرب د دفاعي چارو په برخه کې د همکارۍ او امنیت اړوند د “ګډ دفاعي ستراتیژیک تړون” لاسلیک کړی دی. د دې تړون له مخې “پر یوه هېواد بهرنی یرغل د دواړو هېوادونو پر ضد یرغل ګڼل کېږي.”
د پاکستان او سعودي عرب مشران دغه تړون “تاریخي” بولي.
د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان او د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف د چهارشنبې ماښام د سعودي پلازمېنه ریاض کې دا تړون لاسلیک کړ.
د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ د دفاعي شراکت په اړه د دغه تړون اعلان په داسې مهال شوی چې د اسرائیلو لخوا د قطر پلازمېنه دوحه کې تر برید وروسته په عربي هېوادونو کې اندېښنه خپره شوې ده.
د پلازمېنې ریاض په “یمامه” ماڼۍ کې د محمد بن سلمان او شهباز شریف تر کتنې وروسته په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ د تېرو اته لسیزو پر بنسټ ولاړ دفاعي شراکت د ستراتیژیکو ګټو په رڼا کې دواړو هېوادونو د “ګډ دفاعي ستراتیژیک تړون” لاسلیک کړی دی.