پاکستان د هغو افغان کډوالو اخراج ته چمتو شوی چې د مهاجرت کارتونه یې پای ته رسېدلي

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي، هغه افغان مهاجرین چې د ثبتنام کارتونه یې (PoR) تر ۲۰۲۵ کال د جولای تر ۳۰مې نیټې پورې اعتبار لري، له هغې نېټې وروسته به د هغوی حضور غیرقانوني وګڼل شي.
یاد وزارت ویلي چې د دغه نېټې څخه وروسته به د ناقانونه پاتې شویو مهاجرینو پر وړاندې قانوني اقدامات پیل شي، چې له مخې به یې ډېری افغانان د اخراج له خطر سره مخ شي.
دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان زرګونه اتباع لا هم په پاکستان کې د کډوالۍ له اسنادو پرته ژوند کوي، او له دې امله د جبري ایستلو له اندېښنو سره مخ دي.