پاکستان د هند د دفاع وزیر څرګندونې د سولې او سرحدي حاکمیت خلاف دي

پاکستان د هند د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې په کلکه رد کړې او هغه یې د سیمې د سولې او ثبات لپاره ګواښوونکې بللې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، د راجنات سېنګ څرګندونې نه یوازې د نړیوال قانون او پېژندل شويو سرحدونو خلاف دي، بلکې د پاکستان د خپلواکۍ څرګنده نقض ګڼل کېږي.

د هند د دفاع وزیر څو ورځې وړاندې ادعا کړې وه چې د پاکستان د سند ایالت جغرافیه، که څه هم دا مهال د هند برخه نه ده، خو په وینا یې «سرحدونه بدلېدلی شي او امکان شته چې سبا بېرته د هند د خاورې برخه شي.» دغه بیان په پاکستان کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

پاکستاني چارواکو دغه ادعاوې «بې‌بنسټه، له حقیقت لرې او د سیمې د ثبات لپاره زیانمنې» بللې دي. وزارت ټینګار کړی چې دا ډول څرګندونې یوازې د تاوتریخوالي فضا رامنځته کوي او د جنجالي بیانونو تکرار د سولې بنسټونه کمزوري کوي.

بلخوا، د هند د دفاع وزیر راجنات سېنګ ویلي چې د هند او سند تر منځ «تمدني اړیکې» لرغونې دي او د ده په وینا، دا سیمه «هیڅکله له هند د هویت له تاریخي چوکاټ څخه جلا کېدای نشي»؛ هغه څرګندونې چې پاکستان یې سخت ردوي او د سیمه‌یزو اړیکو لپاره یې زیانمن بولي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/f7445h
دکمه بازگشت به بالا