پاکستان د ډینګي تبې له امله درې تنه مړه، مثبتې پېښې ۴۱۱۷ ته رسېدلي

په پاکستان کې د ډینګي د تبې خپرېدو له امله اندېښنې زیاتې شوې دي، ځکه د دوشنبې په ورځ په لاهور ښار کې د دغې ناروغۍ له کبله د دوو ښځو په ګډون درې کسان وژل شوي. دا پېښه په روان ۲۰۲۵ کال کې د پنجاب ایالت د ډینګي د مړینو لومړنۍ رسمي ثبت شوې واقعه بلل کېږي، چې د سیمې د روغتیايي وضعیت د خرابېدو نښه ګڼل کېږي.

د رسمي راپورونو له مخې، په روان کال کې د پنجاب په بېلابېلو ښارونو کې د ډینګي مثبتو پېښو شمېر ۴ زرو او ۱۱۷ ته رسېدلی، چې ورسره د عامې روغتیا سکتور اندېښنې لا زیاتې شوي دي. په ځانګړي ډول راولپنډۍ، لاهور، فیصل‌اباد، ملتان، ګوجرانواله او مري هغه ښارونه دي چې تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې پکې ثبت شوې دي، او روغتیايي ټیمونه تر سخت فشار لاندې راوړي.

روغتیايي چارواکي وایي د ډینګي د چټک خپرېدو اساسي لاملونه د مچیو د روزنې چاپېریالي شرایط، د موسم تودوالی، د کثافاتو نه‌سم مدیریت او د اوبو ولاړې نقطې دي. چارواکو ټینګار کړی چې د وضعیت د کنټرول لپاره هټۍ، کورونه، پارکونه او عامه ځایونه باید منظمآ تفتیش شي، او خلک باید د احتیاطي تدابیرو په پلي کولو کې جدي مرسته وکړي.

د عامې روغتیا کارپوهان خبرداری ورکوي چې د ډینګي د خپرېدو دوام ممکن په راتلونکو اونیو کې د ناروغانو شمېر نور هم لوړ کړي، که د مخنیوي او ضد مچیو کمپاینونه لا پیاوړي نه شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/f769h
دکمه بازگشت به بالا