پاکستان عمران خان او مېرمن یې په ۱۷ کاله بند محکوم شول

په پاکستان کې یوې ځانګړې محکمې پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بيبي د مالي فساد په یوه قضیه کې په ۱۷ ـ ۱۷ کلونو بند محکوم کړي دي. محکمې دواړو ته د ۱۶ اعشاریه ۴ میلیونه روپیو جریمه هم ټاکلې، چې د نهورکولو په صورت کې به پرې اضافي بند تطبیق شي.
دا حکم د شنبې په ورځ د اډیاله زندان په ځانګړې محکمه کې اعلان شو. د عمران خان حقوقي ټیم ویلي، د محکمې پر پرېکړه به استیناف وکړي.
عمران خان له ۲۰۲۳ کال د اګست راهیسې په زندان کې دی او دا مهال د یوې بلې مالي قضیې له امله د بند سزا تېروي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w2092

