پاکستان: په وسله واله نښته کې ۱۱ عسکر او ۱۹ وسله وال وژل شوي

د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د وسله والو پر پټنځای عملیات ېې د خیبر پښتونخوا ایالت په اورکزيو ولسوالۍ کې ترسره کړي دي. پاکستاني طالبانو هم په اورکزیو کې د وژل شوو سرتېرو په هکله یوه اعلامیه خپره کړې او د دغې حملې مسئولیت ېې منلی دی.

پاکستاني طالبانو په یوه فوري اعلامیه کې ويلي چې په ۱۱ وژل شوو پوځیانو کې دوه د پوځ افسران او ۹ نور سرتيري دي. دوی وژل شوي افسران د ډګرمن جُنید عارف او مېجر طیب راحت په نومونو ښودلي دي.

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د پاکستاني ځواکونو د وسله واو پر ضد دغو عملیاتو کې دخیل ول ستاینه کړې او په عملیاتو کې وژل شوو سرتېرو ته ېې درناوې وړاندې کړی او کورنیو ته ېې ډاډګېرنه ورکړې ده.

په یو بل خبر کې بيا ويل شوي چې ۱۱ پوځيان د چهارشنبې په ورځ په کرمه کې هغه مهال ووژل شول چې د دوی د موټرو کاروان د پاکستاني طالبانو پر یوه کمين واوښت.

پنځو پاکستاني چارواکو رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې د پاکستان په شمال لویدیځ کرمه سیمه کې مخکې له دې چې په ډیر شمیر کې وسله وال کسان د پاکستان د امنيتي ځواک پر کاروان برید وکړي، د سړک غاړې بمونو ته پر دغه کاروان انفجار ورکړل شوی دی.

خو د پاکستان پوځ په خپله اعلامیه کې د عملیاتو ځای د خیبر پښتونخوا ایالت د اورکزیو ولسوالۍ ښودلې چې پر وینا ۱۹ وسله وال ېې په کې وژل دي.

پاکستاني طالبانو هم په یوه بیانیه کې رویټرز ته ویلي دي چې د دوی جنګیالیو پر کاروان برید کړی دی. د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې په سمدستي توګه په دې اړه له څه ویلو څخه ډډه کړې ده.

اسلام آباد وایي چې دغه وسله وال د ګاونډي هیواد افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر وړاندې د خپلو بریدونو د پلانولو او روزنې له پاره استفاده کوي. هغه تورونه چې کابل یې ردوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6398a
دکمه بازگشت به بالا