پاکستان په پنجاب ایالت کې د عامه غونډو بندیز تر نومبر ۸مې تمدید شو

د پاکستان د پنجاب ايالت چارواکو خبر ورکړی، چې د امنيتي ګواښونو او احتمالي خطرونو له امله د عامه غونډو، لاريونونو او پرلتونو ترسره کول لا هم په دغه ايالت کې بند دي.
د پاکستان «ډان» ورځپاڼې د پنجاب کورنيو چارو ایالتي ادارې په حواله ويلي، دا پرېکړه د جزا د اجرااتو د قانون د ۱۴۴مې مادې پر بنسټ شوې ده، چې له مخې يې سيمهييز چارواکي کولای شي د څلورو يا له هغه زياتو کسانو راټولېدنه د محدود وخت لپاره بنديز کړي.
د تازه پرېکړې له مخې، دغه بنديز تر راتلونکو پنځو ورځو پورې، يعنې د نومبر تر ۸مې نېټې، غځول شوی دی.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د امنيتي ګواښونو له امله لاريونونه او عامه غونډې کېدای شي د بريدونو د هدف ګرځېدو لامل شي.
د يادونې ده چې دا بنديز لومړی ځل د تېر اکتوبر په ۸مه نېټه لګول شوی و، وروسته د اکتوبر په ۱۸مه او بيا د ۲۵مه نېټه غځول شوی، او اوس يو ځل بيا تمديد شوی دی.

