پاکستان: په ډېره اسماعیل خان کې د ترهګرو برید، ۷ پولیس ووژل شول

د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي تائید کړې چې د خیبر پښتونخوا په دېره اسماعیل خان سیمه کې د پولیسو روزنې پر یوه مرکز برید کې ۷ پولیس وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې.

محسن نقوي ویلي، پولیسو خپل ژوند قربان کړ، خو د “خوارج ترهګرو” برید یې شنډ کړ او درې بریدګر یې له منځه یووړل.

د یادونې ده، چې دا برید د جمعې په شپه شوی و.

د دېره اسماعیل خان پولیسو ویاند په خبره د ځايي پولیسو مشر سجاد احمد صاحبزاده ځايي خبریالانو ته ویلي چې ټول درې بریدګر وژل شوي دي.

دغه روزنیز مرکز د سږ کال جنورۍ کې پرانیستل شوی، چې پکې پولیسو ته بنسټیزه روزنه ورکول کېږي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a934s
دکمه بازگشت به بالا