پاکستان څه وايي چې افغانستان سره به دا ځل اوربند وپایي او که نه؟

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف وايي چې هېواد یې له افغانستان سره د “ټولو مسئلو دایمي او سوله ‌ييز حل” غواړي.

ښاغلي اصف په افغانستان کې د حکومت سره په دوحه کې د هوکړې له کبله د قطر او ترکیې رول ستایلی او ویلي یې دي چې، “د هغوی باوري منځګړیتوب د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور په رامنځته کولو کې مرسته وکړه او پاکستان په سیمه کې د سولې او ثبات د ودې لپاره د دوی دوامداره رول ته ارزښت ورکوي.”

هغه دا څرګندونې د دوشنبې په شپه (اکتوبر۲۰ / تله ۲۸) یوه خصوصي تلویزون ته په مرکه کې کړې دي.

د پاکستان دفاع وزیر وايي چې په قطر کې د پاکستان او افغانستان پلاوو ترمنځ “ډېرې کمې مستقیمې خبرې وشوې” او ټول مذاکرات او بحثونه د قطري او ترکي درېیمګړو په مرسته ترسره شول.

خواجه اصف ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ د خبرو پر مهال “ترخې خبرې نه دي شوې” او په وینا یې، “د قطر او د ترکیې درېیمګړو موجودیت د خبرو فضا جدي کړې وه.”

لینک کوتاه

https://sarie.news/a1116s
دکمه بازگشت به بالا