پاکستان کې د جنسي تېري قضیه تورن بندي خوشې شوی، خو اصلي مجرم څنګه ونیول شو؟

په پاکستان کې د پنجاب ایالت په قصور سیمه کې یوه پېچلې قضیه له نوې پاملرنې سره مخ شوې، وروسته له هغې چې یوې ۱۷ کلنې نجلۍ د محکمې له پرېکړې وروسته د سخت رواني فشار ښکار شوه.
د معلوماتو له مخې، یادې نجلۍ درې کاله وړاندې پر یوه پولیس د جنسي تېري تور پورې کړی و. تر شکایت وروسته یاد پولیس له دندې لېرې شو او قضیه عدلي بنسټونو ته وسپارل شوه. نجلۍ د پېښې له امله امېندواره شوې وه او وروسته یې ماشوم وزېږېد، خو ماشوم ژوندی پاتې نه شو.
قضیه هغه مهال نوې مرحلې ته داخله شوه چې د عدلي علومو اړوند مرکز د ماشوم ډياېناې معاینه وکړه. پایلو وښوده چې د ماشوم جنیټیکي معلومات له تورن پولیس سره سمون نه لري. له همدې امله محکمې یاد کس په ضمانت خوشی کړ.
تر دې پرېکړې وروسته، نجلۍ له سخت رواني وضعیت سره مخ شوه او دا مهال تر طبي څارنې لاندې ده.
له بلې خوا، امنیتي بنسټونو د پنځو نورو مشکوکو کسانو ډياېناې هم وڅېړه. څېړنو څرګنده کړه چې د ماشوم ډياېناې له نجلۍ د تره له جنیټیکي معلوماتو سره یو شان دی. تر دې موندنې وروسته، نوموړی کس نیول شوی او دا مهال د درې ورځني توقیف تر پوښتنو لاندې دی.
چارواکي وايي، څېړنې لا هم روانې دي او هڅه کېږي چې د قضیې ټول اړخونه په بشپړ ډول روښانه شي. دا قضیه په سیمه کې د عدلي بهیر، د قربانیانو د رواني وضعیت او د عدالت پر وړاندې د شفافو څېړنو پر اړتیا یو ځل بیا بحث ته رااېستلې ده.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w2094e

