پزشکیان: ۱۴ میلیونه ایرانیان د هېواد د دفاع لپاره چمتو دي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، تر دې مهاله ۱۴ میلیونه ایرانیانو د هېواد د دفاع لپاره خپل چمتووالی ښودلی دی.
نوموړي پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي چې خپله هم دې قربانۍ ته چمتو دی او دا دریځ به وساتي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسراییلو پوځ له خلکو غوښتي، تر راتلونکې شپې پورې د اورګاډي له سفرونو او د پټلۍ له شاوخوا تګ راتګ ډډه وکړي.

