پنجاب: سېلابونه تاریخي کچې ته، ګڼ خلک خوندي ځایونو ته ولېږدول شول

د پاکستان پنجاب ایالت وزیره مریم اورنګزېب وايي، په دې ایالت کې تر اوسه د وروستیو سېلابونو له کبله تر دوو میلیونو پورې خلک اغېزمن شوي دي.
اغلې اورنګزېب وايي، په دریو ځايي سیندونو راوي، ستلج او چناب کې د سېلابونو داسې وضعیت هېڅکله نه و لیدل شوی. نوموړې زیاتوي تر اوسه مسوولین او مرستندویان توانېدلي دي، نژدې ۷۵۰ زره کسان خوندي ځایونو ته ولېږدوي.
پنجاب کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې پي ډي ایم اې مشر عرفان علي کاټهیا وايي، اوسمهال په تاریخ کې تر ټولو ستره سېلابي څپه له دې ایالته تېرېږي، چې په خبره یې راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د ملتان او او خانیوال په ګډون د ځینو سیمو اغېزمن کېدو اندېښنه ده.
ښاغلی کاټهیا وايي، په بلوکي سیمه کې د راوي سیند اوبو ډېرېدو په حال کې دي. نوموړی خبرداری ورکوي، چې کېدای شي راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د خانیوال سیمې کلي او کروندې اغېزمن شي. دی زیاتوي، د سپتمبر پر دویمه به د راوي سیند اوبه له چناب سیند سره یو ځای شي.
بل لور پنجاب ته له څېرمه سند ایالته رسېدلي رپوټونه وايي، د سېلابونو احتمالي خطر ته په کتو د ایالت شمالي سیمو ځینې اوسېدونکي له خپلو مېنو وتلي دي. ځايي مسوولین وايي، تر اوسه په سند سیند کې اوبه له معمول سره سم بهېږي.