پنجشېر: له کانونو ۶ زره کریټه زمرد د ۱۰۷ زره ډالرو په ارزښت وپلورل شول

د پنجشېر ولایت د رسنیو د دفتر وايي، چې نن له کانونو څخه د څار کمېټې په شتون کې د یوې ازادې بولۍ له لارې د ۱۰۷ زره او ۵۵۹ امریکایي ډالرو په ارزښت ۶ زره او ۴۵۸ کریټه زمرد پلورل شوي دي.

د ياد دفتر په وينا، په دې بولۍ کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو سوداګرو، په ځانګړې توګه د پنجشېر پانګه‌والو ګډون کړی وو.

سرچینې زیاتوي، له هغه وخت راپدېخوا چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، په پنجشېر کې د کانونو چارې د زورواکو له منګولو خلاصې شوې او خلکو، په ځانګړې توګه ځوانانو ته د کار پراخه زمینه برابره شوې ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5145a
دکمه بازگشت به بالا