پنجشېر کې د زمردو له پلور ۴.۱ میلیونه ډالر ترلاسه شوي

د پنجشېر مسوولینو ویلي چې په تېر ۱۴۰۴ لمریز کال کې له دغه ولایت څخه د ایستل شویو او پلورل شویو زمردو ټولیز ارزښت ۴ میلیون ۱۷۸ زره ډالره و، او دا زمرد د ۲۳ ازادو داوطلبیو له لارې پلورل شوي دي.
د والي ویاند سیفالدین لټون ویلي چې تېر کال ۱۱۱ زره ۷۵۰ قیراطه زمرد پلورل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې له دې لارې ۳۲ میلیون افغانۍ د دولت خزانې ته لېږدول شوې دي.
د پنجشېر مسوولینو همداراز ویلي چې اوسمهال په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۳ ډوله ګرانبیه ډبرې تثبیت شوې دي.
د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په پنجشېر کې د زمردو او نورو ګرانبیه ډبرو د استخراج چارې چټکې شوې او ایستل شوي مواد د ازادو داوطلبیو له لارې پلورل کېږي.
په دې بهیر کې زرګونه کسان په کار بوخت دي.
بلخوا د کانونو او پټرولیم وزارت خبرداری ورکړی چې هېچا ته په هېواد کې د خپلسرو کان کیندنو اجازه نه ورکول کېږي.

