پنجشېر کې پراختیايي پروژې: د ۱۷ پروژو پیل د اقتصاد او کار فرصتونو د پیاوړتیا لپاره

د پنجشېر د اقتصاد ریاست په عنابه او ابشار ولسوالیو کې د ۱۷ پراختیايي ټولګټو پروژو د چارو له پیل خبر ورکړی.
د ياد ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د رسنيو دفتر د ښاغلي نوبهار په حواله ويلي، چې دغه پروژې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همکارۍ او د خوړو نړيوال پروګرام(WFP) د ۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوي دي.
د معلوماتو له مخې، په دې پروژو کې د کلیو سړکونه، پلونه، پلچکونه، استنادي دیوالونه، چکډېم او د اوبو کانالونو جوړول شامل دي، چې په ترڅ کې به يې د سيمې شاوخوا زر تنه کارګرو ته هم پکې د کار زمينه برابره شي.
د پنجشېر د اقتصاد رئيس زياته کړې، چې د پروژو په برخه کې به د حیواني محصولاتو پروسس، د وزو وېش او کرنیزو مرستو فعالیتونه هم ترسره شي، چې د سیمهییز اقتصاد د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بلل کېږي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5865a