پنټاګون نوې ملي دفاعي سټراټيژي کې لوېدیځ امنیت ته لومړیتوب ورکړی

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) د جنورۍ پر ۲۳مه نوې ملي دفاعي سټراټيژي خپره کړه چې پکې د امریکا او لوېدیځې نیمې کرې امنیت ته لومړیتوب ورکړ شوی دی.

په دغه سټراټيژۍ کې چین نور د امنیتي ګواښ او د دغه هېواد پر وړاندې پر جګړې کوم تمرکز نه دی شوی.

په دغه سټراټيژۍ کې د مخکنیو حکومتونو پر پالیسۍ نیوکه شوې او د امریکا د ملي ګټو، د پاناما کانال او ګریڼلینډ لاسرسي ته پر ژمنتیا ټينګار شوی دی.

همدا راز له متحدینو پکې غوښتنه شوې چې د خپل امنیت مسوولیت تر ډېره پر خپله غاړه واخلي.

دکمه بازگشت به بالا