په امریکا کې سیکان د بار وړلو صنعت مهمه برخه: شاوخوا ۱۵۰ زره سیکان لارۍچلونکې دي

سیکان چې د هند مذهبي لږکي دي د امریکا د بار وړلو صنعت لویه برخه جوړوي. دوی له کلیفورنیا له مېوو تر لرګیو د هېواد ګوټ، ګوټ ته رسوي. د ډېرو لویو موټرو چلوونکي سیکان دي، دوی پګړۍ پر سروي. دوی ګاډي پر مذهبي نښو، د سیک مذهبي مشرانو انځورونو او یا د پنجابي سندرغاړو په تصویرونو ښکلي کوي.

خو د فلوریډا ایالت یوې ترافیکي پېښې او د هغې پایلو، د سیکانو د لارۍچلونې ټولنې اندېښمنې کړې دي او کېدی شي پر دوی اقتصادي اغېزې ولري.

د شمالي امریکا د پنجاب د لارۍچلونې ټولنه وايي، “په امریکا کې شاوخوا ۷۵۰ زره سیکان ژوند کوي چې له دې ډلې نږدې ۱۵۰ زره د بار وړلو په صنعت کې کار کوي او ډېری یې موټر چلوونکي دي.”

د دوی مهمه ونډه د دوی له هغو نومونو څرګندېږي چې د موټرو په دروازو لیکل شوي وي: “سېنگ ټرکېنګ، پنجاب ټرکېنګ” اوداسې نور. د دوی په وینا شاوخوا ۴۰سلنه موټرچلونکې یې سیکان دي.

په دوی کې د ګڼ شمېر کسان به انګرېزۍ ژبه ډېر ډېر نه پوهېږي خو د موټر چلولو کلونه، کلونه تجربه لري.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5606a
دکمه بازگشت به بالا