په امریکا کې وسلهوال برید: درې پولیس افسران وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي

په امریکا کې د وسلهوال برید په ترڅ کې لږ تر لږه درې افسران وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو پر بنست، دغه پېښه نن سهار د پنسلوانیا ایالت د «یورک» په کودورس ښار کې رامنځته شوې، چې پکې بریدګر هم د پولیسو په ځوابي ډزو کې وژل شوی دی.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، وژل شوي افسران یوه ورځ وړاندې د همدغه سیمې د څېړنو لپاره تللي وو. ویل کېږي چې د ټپي شویو افسرانو حالت هم نازک دی.
تر اوسه د برید انګېزه او د بریدګر هویت نه دی څرګند شوی.
یاده پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په وروستیو کې د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوې دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5741a