په انقره کې د افغانستان سفیر د ګلجک ګوند له مشر سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره کتنه وکړه

په انقره کې، د افغانستان اسلامي امارت سفیر، شیخ سنیع‌الله فرهمند، د ګلجک ګوند مشر احمد داود اوغلو سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو بحثونه کړي دي.
په ترکيې کې د افغانستان سفارت نن (دوشنبه، کب ۴مه) پر خپله اېکس‌پاڼه ویلي، چې دغه کتنه د دواړو لورو ترمنځ د همکارۍ د پراخېدو او ګډو ګټو پر اساس ترسره شوې ده. سفارت ټینګار کړی، چې دواړه هېوادونه د خپلو اړیکو پیاوړتیا ته ژمن دي او غواړي په مختلفو برخو کې همکاري زیاته شي.
دغه لیدنه د سیمه‌ییزو اړیکو د پراختیا او د افغانستان د اقتصادي او کلتوري اړیکو د پیاوړتیا په لړ کې د پام وړ ګام ګڼل کېږي، چې هدف یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد فضا پراخول او د دوامداره همکارۍ زمینه برابرول دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/Q762Q
دکمه بازگشت به بالا