په باکو کې د افغانستان سفارت په هڅو ۱۴ افغان بندیان خوشې شول

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د اذربايجان په «باکو» کې د افغانستان سفارت په هڅو او د ياد هېواد د مشرتابه د حکم پر بنسټ ۱۴ تنه افغان بنديان خوشې شوي دي.
د ياد وزارت د عامه اړيکو او مطبوعاتو رييس حافظ ضيا احمد تکل نن د يوې رسمي خبرپاڼې په خپرولو سره د دې ۱۴ تنو له ازادېدو خبر ورکړی دی.
د بهرنيو چارو وزارت د اذربايجان او اړوندو ادارو له همکارۍ او بشردوستانه اقدامه مننه کړې او دغه راز يې ډاډ ورکړی، چې د افغان بنديانو د قضيو د تعقیب او حل لړۍ به روانه وساتي.
دا په داسې مهال ده، چې تېره اوونۍ هم بهرنيو چارو وزارت د متحده عربي اماراتو له بند خونو د لسګونه افغان بنديانو له خوشې کېدو خبر ورکړی وو.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w1056w
دکمه بازگشت به بالا