په بلوچستان کې وسلهوالو د بریدونو وروسته ۱۰ کارګر وتښتول

په بلوچستان کې ناپېژاندو وسلهوالو د پولیسو پر یوه مرکز او د ودانیز شرکت پر تاسیساتو تر بریدونو وروسته د یاد شرکت ۱۰ کارګر تښتولي دي.
پاکستاني رسنۍ خراسان ډایري راپور ورکړی، چې وسلهوالو تېره شپه د بلوچستان د بارکهان ولسوالۍ په سیمه کې د پولیسو پر مرکز او یوه ودانیز شرکت برید کړی او ۴ کارګر یې له ځان سره وړي دي.
د راپور له مخې، په یوه بله جلا پېښه کې ۶ نور کاریګر هم تښتول شوي دي.
وسلهوالو د بلوچستان په بارکهان ولسوالۍ او خضدار ولسوالۍ کې بریدونه کړي او له دواړو سیمو څخه یې د ودانیز شرکت شاوخوا ۱۰ کارګر تښتولي دي.
ویل شوي، چې تښتول شوي کسان د موسیخېل او سند اوسېدونکي دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/Q745Q

