په تیراه کې د پاکستان پوځي عملیات ستراتیژیک هدفونه لري

د پاکستان پخواني پوځي او خبریال عادل راجا ویلي چې په خیبر پښتونخوا کې په تیراه سیمه کې د پاکستان پوځ عملیات یوازې د چرسو د نیولو لپاره نه دي ترسره شوي. هغه پر ایکس لیکلي، د پوځ موخه دې سیمې ته سټراټیژیک لاسرسی ترلاسه کول دي، چې له لارې یې داعش او ورته ډلو پر مټ د افغانستان پر وړاندې کار واخلي.
پاکستاني پوځ په تیراه کې پوځي عملیات پیل کړي او مېشتې کورنۍ یې اړولې چې له خپلو کورونو ووځي. سرچینې وایي، بېځایه شوې کورنۍ د ژمي سړې هوا او سختو شرایطو سره مخ دي او تر اوسه ورته جدي مرسته نه ده رسېدلې.
راجا ټینګار کړی چې دا اقدامات د سیمهییزو ستراتیژیکو اهدافو لپاره دي او په سیمه کې د پوځي حضور پراختیا د افغانستان پر امنیت هم اغېز لري. همدا راز، په تیراه کې د عملیاتو دوام د خلکو لپاره ستونزمن شرایط رامنځته کړي او د نړیوالو اندېښنو سبب ګرځي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w255w

