په جوزجان کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او شپږ نور ټپیان شول

د جوزجان امنیه قومانداني وایي، چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي وویل، پېښه پرون ماښام شاوخوا شپږو بجو د شبرغان – اندخوی پر عمومي سړک د یوه «پاسو» موټر چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده. هغه زیاته کړه، چې د پېښې په نتیجه کې یو کس مړ شوی او د یوه ماشوم او یوې ښځې په ګډون شپږ نور کسان ټپیان شوي دي.
ټپیان د جوزجان ولایتي روغتون ته د درملنې لپاره انتقال شوي، او چارواکي وايي چې د ټپیانو حالت تر څار لاندې دی. دغه پېښه د سړک د خرابوالي او د چلوونکو بېاحتیاطۍ د ستونزو یوه بیلګه ګڼل کېږي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/s307h

