په خیبر پښتونخوا کې د ورښتونو له امله ۹ کسان مړه شوي

د خیبر پښتونخوا د طبیعي پیښو سره د مبارزۍ ادارې خبر ورکړی چې د روان کال د جنوري له ۲۲ راهیسې، د ورښتونو له امله ددغه ایالات په بیلا بیلو ولسوالیو کې د ماشومانو په ګډون ۹کسان مړه او یو ماشوم ټپي شوی دی.
د یادې ادارې د خبر له مخې دغه مرګ ژوبله د ورښتونو له امله د واورې ښویدنې، ځمک ښویدنې،او د کورونو د چت پریوتو له امله رامنځ ته شوې ده.
دغې پیښې په چترال، ملاکنډ، شانګله، او خیبر پښتونخوا سیمو کې ثبت شوي.په مړو کې ۷ماشومان،یو سړی او یوه ښځه شامل دي.
سیمه ایز چارواکي وایي، د سختې واورې ورېدو له امله تړل شوې ډېری لویې لارې د عام تګ راتګ پر مخ بیرته پرانیستل شوې، خو په ځینو لوړو سیمو کې د پاتې تړلو لارو د خلاصولو لپاره هڅې روانې دي، او له زیانمنو خلکو سره د ژمني توکو مرسته هم شوې ده.
چارواکو همداراز خبرداری ورکړی چې د ایالت په ځينې ولسوالیو کې به د بارانونو او واورې ورېدو نوې لړۍ تر سه‌شنبې پورې په وقفه یې توګه دوام ولري. له خلکو غوښتل شوي چې بې‌ځایه سفر ونه کړي، حساسو سیاحتي سیمو ته له تګه ډډه وکړي او د حکومتي ادارو خبرتیاوو ته پوره پاملرنه وکړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/W191W
دکمه بازگشت به بالا