په روزګان کې ۳۸۴۵ کیلوګرامه نشه‌يي توکي له منځه وړل شوي

د روزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې نیول شوي ۳۸۴۵ کیلوګرامه نشه‌يي توکي له منځه وړل شوي دي.
د ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند بلال روزګاني ویلي، امنیتي ځواکونه دغه توکي د ترینکوټ ښار، چورې ولسوالۍ، دهراوود ولسوالۍ، ګیزاب ولسوالۍ او چنارتو ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال نیولي دي. نوموړي زیاته کړې، چې یاد توکي په بېلابېلو وختونو کې ترلاسه شوي دي او د قاچاق کوونکو هڅې یې شنډې شوې دي.
د سرچینې په وینا، «اوومان» یو ډول نشه‌يي بوټی دی چې په روزګان ولایت کې په ځانګړي ډول په غرنیو سیمو کې موندل کېږي او په لوړه بیه پلورل کېږي. امنیتي مسوولین ټینګار کوي، چې د نشه‌يي توکو د قاچاق مخنیوی او د ټولنې خونديتوب د هغوی لومړیتوب دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/s116h
دکمه بازگشت به بالا