په ریاضي کې د افغان ماشوم سمیع‌الله بې‌ساری ځیرکتیا؛ د پوهنې وزارت د ځانګړې ستاینې وړ

د پوهنې وزارت مسوولینو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ریاضي په برخه کې د نابغه ماشوم سمیع‌الله ستاینه کړې ده.
سمیع‌الله یو افغان ماشوم دی چې په ریاضي حسابونو کې بې‌ساری استعداد لري او د ګڼو پېچلو حسابونو پایلې په خورا لنډ وخت کې وړاندې کوي.
دغه مراسم د پوهنې وزارت له لوري د ماشوم د ځانګړو وړتیاوو د قدردانۍ او هڅونې په موخه جوړ شوي و، چې په کې د هغه د لا پرمختګ او تعلیمي راتلونکي لپاره ژمنې هم وشوې.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a379s
دکمه بازگشت به بالا