په صوابۍ کې شاوخوا ۲۰ زره افغان کډوال د اېستلو له ګواښ سره مخ دي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبرپښتونخوا ایالت په صوابۍ سیمه کې د ګوهاټي (بارکي) په نوم افغان کډوالو کمپ کې ټول دوکانونه تړل شوي او افغان اوسېدونکو ته ویل شوي چې د کمپ قانوني حیثیت پای ته رسېدلی او نور هلته د پاتې کېدو اجازه نه لري.
د راپورونو له مخې، شاوخوا ۲۰ زره افغان بې‌ځایه شوي کسان په یاد کمپ کې ژوند کوي او ګڼ شمېر یې د کوچنیو کاروبارونو له لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کولې، خو د دوکانونو تړل کېدو سره یې اقتصادي ستونزې لا زیاتې شوې دي. چارواکو د کمپ اوسېدونکو ته خبر ورکړی چې باید د ټاکلي مهالوېش له مخې سیمه پرېږدي او بېرته افغانستان ته ستانه شي.
په همدې حال کې افغان سوداګرو او اوسېدونکو له اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې تر اختر پورې دې د پاتې کېدو لنډمهالی مهلت ورکړل شي، څو وکولای شي خپل پورونه تصفیه کړي، سوداګریز کارونه منظم وتړي او وروسته د کوچني اختر درېیمه ورځ بېرته هېواد ته ستانه شي. دوی وایي که بېړنی اېستل عملي شي، نو مالي زیانونه به یې زیات شي او ګڼې کورنۍ به له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ شي.
یاده پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر چټک شوی او ګڼ شمېر کورنۍ د راتلونکو پرېکړو او خپل راتلونکي په اړه اندېښنې لري.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q810q
دکمه بازگشت به بالا