په ناروې کې د طارق وزیري د وژل کېدو وروسته یو بل افغان نیول شوی

په ناروې کې د افغانستان د مخکني حکومت د ځانګړو ځواکونو غړی محمد طارق وزیري د وژل‌کېدو وروسته پولیسو یو بل افغان ونیوه.
د ناروې رسنیو راپور ورکړی چې نیول شوی کس به د څېړنو لپاره څلور اوونۍ بندي وي. دغه کس د طارق وزیري د وژنې په تړاو ځان بې‌ګناه بللی دی.
طارق وزیري تېره اوونۍ په ناروې کې د وسله‌وال برید له امله ووژل شو، چې په ترڅ کې یې مېرمن ټپي شوه. نوموړي په افغانستان کې د مخکني حکومت پرمهال د ناروې له ځواکونو سره ګډ کار کاوه او د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته ناروې ته لاړ.
تر اوسه پورې روښانه نه ده چې د طارق وزیري په وژنه کې د چا لاس دی. دا پېښه په داسې حال کې شوې چې له اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته زرګونه هغه مخکني پوځیان بهرنیو هېوادونو ته ولېږدول شول چې په هغه وخت کې یې په افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو سره ګډ کار کاوه.
اسلامي امارت بیا بیا له ټولو هېوادوالو غوښتي چې هېواد ته راشي او دلته پرته له وېرې ژوند وکړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a104b
دکمه بازگشت به بالا