په هند کې د وحشت خونړۍ شپه: د یوې کورنۍ پنځه غړي د جادوګرۍ په تور ژوندي وسوځول شول

خبرتیا: د دغې کیسې لوست، شاید د ځینو لپاره ځورونکی وي.

په هند کې د یوې کورنۍ پنځه غړي په وحشیانه ډول وژل شوي، خو داسې ادعا هم کېږي، چې یاد کسان د جادوګرۍ په تور ژوندي سوځول شوي دي. له دغې پېښې ژوندي پاتې شوي لا هم له یادې غمیزې ځورېږي.

د بهار ایالت د تیتګاما په کلي کې د جولای پر شپږمه، شپې مهال د منیشا دېوي (موږ یې دلته نوم د خوندیتوب لپاره بدل کړی) د ژوند تر ټولو تریخې شېبې وې چې یاده پېښه پکې را منځته شوه.

د شپې شاوخوا لس بجې، یوه وسله واله ډله د دوی د خپلوانو پر کور را وګرځېده او د ۷۱ کلنې کونډې کاټو اوراون په ګډون یې پنځه کسان ووژل.

په هند کې د ملي جرمونو د ثبت ادارې په وینا، په دغه هېواد کې له ۲۵۰۰ ډېر کسان، چې ډېری یې ښځې وې، د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ د جادوګرۍ په شک وژل شوي دي. خو د تیتګاما پېښه کمسارې ځکه ده، چې پکې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5939a
دکمه بازگشت به بالا