په هند کې له افغانانو سره ناسته متقي اقتصادي فرصتونه او ستراتیژیک بدلونونه تشریح کړل

د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي د خپل رسمي سفر په دوام په «نوي ډيلي» کې له هند مېشتو افغانانو او سوداګرو سره ناسته او وينا کړې ده.
ښاغلي متقي په دې ناسته کې د اسلامي امارت د تېرو څلورو کلونو لاسته راوړنې يادې کړې او ويلي يې دي، چې د اسلامي امارت د متوازنې بهرنۍ پاليسۍ له امله، د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د تعامل دروازې پرانيستل شوې دي.
مولوي اميرخان متقي د افغانستان ستراتيژيک موقعيت ته په اشارې ويلي: “افغانستان د جنوبي او مرکزي اسيا د وصل نقطه ده، چې په تېرو شلو کلونو کې د جګړې په مرکز بدله شوې و، خو اوس د سولې او ثبات په فضا کې يو ځل بيا د وصل په مهمه نقطه بدل شوی دی.”
د بهرنيو چارو وزير زياته کړې، چې په هېواد کې د قوشتپې کانال، کاسا-۱۰۰۰ او ټاپي په څېر سترې پروژې په چټکۍ روانې دي، چې دا د تېرو دوو لسيزو تر ټولو ستره لاسته راوړنه بلل کېږي.
ښاغلي متقي د خپل سفر په تړاو ويلي، چې له هندي چارواکو سره يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماټيکو اړيکو د لا پياوړتيا، د سوداګرۍ د پراختيا، او د يوې ګډې کمېټې د جوړېدو په اړه خبرې کړې دي، څو سوداګريز فرصتونه لا زيات شي.
د بهرنيو چارو وزير همدارنګه څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو توکو د اسانتياو په موخه د هوايي دهليزونو پر جوړېدو هوکړه شوې ده، څو افغان او هندي سوداګر وکولای شي خپل توکي په اسانۍ سره ولېږدوي.

