په ولایتونو کې د ورښتونو اټکل؛ سالنګ لویه لاره لا هم تړلې ده

د هواپېژندنې ادارو نن ۳۲ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل کړی دی. د معلوماتو له مخې، ختیځو، مرکزي، جنوبي او جنوب ختیځو سیمو کې به چټک بادونه، واوره او بارانونه دوام ولري.

وړاندوینه ښيي، د باد سرعت به په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۵ کیلومتره وي او د ورښت کچه به له ۱۰ تر ۶۵ میلی مترو پورې ورسېږي، په لوړو او سړو سیمو کې د واورې اورېدنه هم اټکل شوې ده.

بلخوا، نړیوالو ادارو ویلي چې پرله‌پسې بارانونه لا هم روان دي او تمه ده په مرکزي، ختیځو او جنوب ختیځو سیمو کې تر راتلونکې اوونۍ نسبتاً شدید ورښتونه دوام وکړي.

په همدې حال کې، ټولګټو وزارت اعلان کړی چې د سالنګ لویه لاره د واورې او طوفان له امله تړل شوې او تر بلې خبرتیا پورې به بنده وي. همداراز کابل–جلال‌آباد لویه لاره هم د بارانونو او سېلونو له امله لا نه ده پرانیستل شوې.

دکمه بازگشت به بالا