په پاکستان کې له زندانونو ۱۰۵ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شوي

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو، ځورولو او جبري رالېږلو په دوام، له تېرې یوې میاشتې راهیسې د یاد هېواد له بندخونو ۱۰۵ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ ویلي چې دا کسان په پاکستان کې د امنیتي ستونزو په خاطر زنداني شوي وو او د سپین‌بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
بلخوا د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون راپور ورکړی چې وړمه ورځ د نيمروز د ورېښمو پله لارې ۱۰، د هرات د اسلام کلا له لارې ۹، د سپين بولدک له لارې ۴۴، د هلمند د بهرامچې له لارې ۸ او د تورخم له لارې ۶۲۱ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې وې.
په دغه راپور کې ویل شوي چې ۳۸۹ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې، ۷۷۰ راستنو شويو ته سيمکارتونه او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.
د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې ایران او پاکستان د افغان کډوالو نیول، ځورل او جبري رالېږل په بې‌سارې توګه زیات کړي چې وخت ناوخت یې د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ او همداراز پر بشري حقونو د څار نړیوالو سازمانونو غبرګونونه هم پارولي دي.
دغو نړیوالو ادارو له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي، خو ایران او پاکستان د ټولو افغان کډوالو پر ایستلو ټینګار کړی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q450q
دکمه بازگشت به بالا