په پېښور کې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تازه اقدامات پیل شوي دي

له خیبر پښتونخوا څخه سرچینې وایي چې په پېښور ښار کې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په دوام، ګڼې استوګنیزې او سوداګریزې سیمې سروې شوې دي او ټاکل شوې ده ډېر ژر په دغو سیمو کې عملیات پیل شي.
د سرچینو په وینا، د سروې اسناد راټول او د ضلعې ادارې او قانون پلي کوونکو ارګانونو ته سپارل شوي دي. راپورونه ښيي چې په سروې شویو سیمو کې هغه ځایونه شامل دي چې افغانان پکې اوسیږي یا کاروبارونه لري.
ویل کېږي، په دغه سروې‌ کې هغه کسان هم شامل دي چې د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو د جوړولو شک پرې کیږي.
د سروې شویو سیمو په نوملړ کې زریاب کالوني، افغان کالوني، نوازاباد، یوسف‌اباد، کارپوریشن کالوني، فیصل کالوني او غریب‌اباد شاملې دي.
چارواکو ویلي چې عملیات به ښايي د شپې ناوخته یا سهار وختي ترسره شي، څو د هر ډول احتمالي مقاومت مخه ونیول شي.
هغوی ټینګار کړی چې له ناقانونه مېشتو کسانو سره به قانوني چلند کېږي او هغه کسان چې د قانوني استوګنې اسناد لري، له عملیاتو مستثنا دي.
په ورته وخت کې، یو شمېر راپورونه څرګندوي چې له پاکستانه د افغانانو ستنېدل جبري بڼه لري او د ایستلو پر مهال ځینو کسانو ته د پیسو، جامو او ضروري توکو د انتقال اجازه نه ده ورکړل شوې. همداراز، په ځینو پېښو کې د پولیسو د فزیکي چلند راپورونه هم خپاره شوي دي. خو پاکستاني چارواکي وایي، اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې چې د افغانانو د ایستلو پر مهال به د بشري حقونو له اصولو سره سم او انساني چلند کوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/s111h
دکمه بازگشت به بالا