په کراچۍ کې پر ډیجیټلي اعلاني پرده د نامناسب کلیپ له خپرېدو وروسته یو تن ونیول شو

د پاکستان کراچۍ ښار په شتمنه سیمه «ډیفینس» کې پر یوې سوداګریزې ډیجیټلي اعلاني پردې د نامناسب ویډیويي کلیپ له لنډ مهاله خپرېدو وروسته پولیسو یو مشکوک کس نیولی دی. امنیتي مسوولین وایي، نیول شوي تن د لومړنیو پوښتنو پر مهال ادعا کړې چې یاد کلیپ په تصادفي ډول له موبایل ټیلیفون څخه خپور شوی دی.
پېښه دوه ورځې وړاندې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د سیمې پر مرکزي واټ لګول شوې اېساېمډي ډوله الیکترونیکي پرده ناڅاپه د څو شېبو لپاره نامناسب تصویرونه وښودل. عیني شاهدان وایي، موضوع لنډه وه خو د سیمې د تېرېدونکو خلکو پام یې ځانته واړاوه او وروسته ځینې ثبت شوې صحنې ټولنیزو شبکو کې هم خپرې شوې.
د اعلاني پردو د مدیریت مسوول شرکت یو چارواکی وایي، لومړنی اټکل دا دی چې ښايي دا کار د شرکت د بدنامولو په نیت ترسره شوی وي. د هغه په وینا، د موضوع د روښانېدو لپاره یو کارکوونکی امنیتي ارګانونو ته سپارل شوی، څو تخنیکي او حقوقي څېړنې بشپړې شي. نوموړي زیاته کړې، اعلاني سیستم د کلاوډ پر بنسټ چلېږي او ځانګړی امنیتي میکانیزم لري، خو د احتمالي تخنیکي سرغړونې په اړه پلټنې روانې دي.
پولیسو ویلي، قضیه د هغه قانوني موادو له مخې ثبت شوې چې د فحش او نامناسبو موادو تولید، خپرول او عامه ننداره جرم ګڼي. د پولیسو د معلوماتو له مخې، د پېښې په شپه ماخوستن نږدې لس بجې د پردې له لارې یاد کلیپ په وقفهیي ډول ښکاره شوی و، چې له امله یې د عامه ځای د اخلاقو او ټولنیزو ارزښتونو د زیانمنېدو اندېښنې راپورته شوې.
چارواکي ټینګار کوي، د عامه ځایونو ډیجیټلي شبکو امنیت د جدي ارزښت وړ دی او هر ډول ناوړه استفاده به قانوني تعقیب ولري. پلټنې دوام لري، څو د پېښې اصلي لامل، تخنیکي څرنګوالی او احتمالي ښکېل کسان په بشپړ ډول وپېژندل شي.

